امریکا وایي د ټاکنیزو کمیسیونونو خپلواکۍ ته دې درناوی وشي. د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې آلیس ویلز ویلي، د ټاکنو کمیسیون خپل کارونه په پوره شفافیت مخ ته وړي نو نوماندانو او د ټاکنو نورو ښکېلو بنسټونو ته په کار ده چې د کمیسیونونو خپلواکي وساتي او درناوی ورته وکړي. نوموړې له خبریالانو سره په خبرو کې دا هم ویلي چې پر ټاکنیزو کمیسیونونو دې فشار نه را وستل کېږي او دوی ته دې اجازه ورکړي چې له کوم فشار پرته واقعي او بایومتریک شوې رایې وشماري. ویلز ویلي چې کمیسیونونه د نړیوالو بنسټونو ملاتړ له ځان سره لري او ناظرین یې وخت ناوخت له چارو لیدنه کوي او ددوی کار د ډاډ وړ دی.





























