سلګونه امریکایي عسکر په افغان جګړه کې له جنسي اړخه عقیم شوي دي. واشنګټن ایکزماینر نشریه په خپل یوه راپور کې وایي چې سلګونه امریکایي عسکرو په افغانستان کې د چاودنو او نورو جنګي پېښو له امله خپلې جنسي آلې له لاسه ورکړې دي او عقیم شوي دي. سرچینې په جان هاپکینز پوهنتون کې له هغو ډاکټرانو سره مرکې کړې دي چې تر ډېره د ټپي امریکايي عسکرو عملیات ترسره کوي. واشنګټن ایکزماینر لیکي چې تر دې دمه د ۱۳۶۷امریکايي عسکر جنسي آلې د جګړیزو پېښو له امله پرې شوې دي. نشریه لیکي له دې سره هممهاله سلګونه امریکایي عسکرو ته رواني ستونزې هم پيدا شوې دي چې په روغتونونو کې بستري دي. د رې په نامه یوه عسکر چې تازه یې عملیات ترسره شوی وایي، له دې اړخه ډېر ځورېږي او هغو سرتېرو ته یې خوا بدېږي چې دده په شان یې په افغان جګړه کې زیان لیدلی دی.





























