د کندهار هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې نن سهار مهال د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې یوه باروړونکي او مسافر وړونکي موټر ټکر کړی دی چې له امله یې دوه کسه وژل شوي او ۷ نور ټبیان دي. د هرات ځايي مسوولان وایي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی. ترافیک د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي یادوي. د کندهار کابل او کندهار هرات لویه لار تل د ورته خونړیو پېښو شاهده وهي. د موټر چلوونکو بې احتیاطي، پر دې لار ګڼه ګوڼه او د سړک خرابوالی د ترافیکي پېښو ستر لاملونه دي.





























