په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د وروستیو ملکي تلفاتو په اړه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په دې هېواد کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. یوناما په خپاره کړي راپور کې، د ملکي تلفاتو د کچې پر لوړېدو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې ښکېلې غاړې باید د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي. د راپور پر بنسټ د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۸۲۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې له ډلې یې ۲۵۶۳ کسان مړه او ۵۶۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي. یوناما ویلي، دوی په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتابه ته پوره پاملرنه وکړي.





























