په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وايي چې که طالبان رښتیا هم غواړي سوله وکړي، له افغان حکومت سره دې خبرو ته کېني. رحماني په یوې مرکې کې ویلي، که طالبان د جګړې ادامه غواړي، نو په خبره یې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي د خپلو ارزښتونو څخه دفاع وکړي. نوموړې د افغانستان د ټاکنو د پایلو په اړه هم خبرې کړې دي او هیله يې ښودلې چې ټول کاندیدان د ټاکنو د کمېسیون له لوري اعلان کېدونکې پایلې ومني. نوموړې هغه اندېښنې رد کړې چې د افغانستان وضعیت نامعلومې خوا ته روان دی.





























