د روانې جګړې له امله هر کال په زرګونو ملکیان، نظامیان او د دولت مخالفین خپل ژوند بایلي. پکتیا کې د سویل ختیځ زون د سرې میاشتې مسوولین وایي، د کال له پیل څخه تر دې دمه یې په جګړه کې د وژل شویو کسانو زر جسدونه انتقال کړي دي. دوی دغه څرګندونې د سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ د نمانځنې په مراسمو کې وکړې. د زون په کچه د یادې ټولنې رییس سمیع الله صدیق وايي، چې په دغه شمېر کې ملکیان، نظامیان او د دولت مخالف وسله وال شامل دي، چې زیاته برخه یې د غزني، وردګو او د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې وژل شوي دي. نوموړی همدارنګه وایي، چې روان کال یې له شاوخوا ۷۰۰ سوه بې ځایه شویو کورنیو سره هم د سرپناه او نورو توکو مرسته کړې. په ورته مهال د سرې میاشتې د روغتیا برخې مسولین په لرې پرتو سیمو کې په خپل وخت او په ښه ډول د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو خبره کوي.





























