پوهنې وزارت وايي، سږکال په ۲۷ ولایتونو کې په سړو سیمو کې شااوخوا ۸۴۲ زره زده کوونکي چې ۴۳ سلنه یې نجونې جوړوي، ښوونځیو ته جذب شوي دي. د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، چې د تېرکال په پرتله د زده کوونکو د جذب شمېر سږکال ۷۰ زره پورته دی. اوسمهال د نویو زده کوونکو د جذب لړۍ په کندهار، هلمند، فراه، لغمان، کونړ، نیمروز او ننګرهار کې روانه ده. پوهنې وزارت د زده کوونکو د جذب زیاتوالی د دې وزارت عامه پوهاوی او د ۷۵۰۰ ښځينه ښوونکو جذب یادوي. پوهنې وزارت په داسې حال کې د زده کوونکو د زیاتوالي خبره کوي چې د راپورنو په اساس، ۵۰ سلنه ښوونځي په ټول افغانستان کې د پلازمېنې په ګډون اوس هم ودانۍ نه لري.





























