د افغانستان د ملي پولیسو اکاډمي د جنرال عبدالرازق په نوم ونومول شوه. ولسمشر غني چې د جنرال عبدالرازق د لومړي تلین په مناسبت جوړې شوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، افغان ځواکونه به د جنرال رازق کړنلاره تعقیبوي. ولسمشر غني وایي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی او دغه پروسه د خلکو په مشوره پرمخ وړل کیږي. غني په تېرو ټاکنو کې د خلکو ګډون وستایه او وایي له شته ګواښونو سره سره خلکو په دې پروسه کې پراخه برخه واخیسته.





























