د افغانستان د ملي امنيت پخوانى سلاکار ډاکتر سپنتا وايي چې د سولې په تړون کې بايد له پاکستان ضمانت واخيستل شي، چې دافغانستان په چارو کې به لاسوهنې نه کوي. سپنتا دغه څرګندونې نن د هرات اتم نړيوال امنيتي کنفرانس په لومړۍ ورځ په خپله وينا کې وکړې. د هغه په وينا، په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون روانې جګړې ته بهانه ورکړې. نوموړي وغوښتل چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو دې له افغان حکومت سره خبرې وشي، نه له نورو اړخونو سره. د هغه په وينا، د افغانستان د برخليک په اړه امريکا له پاکستان سره خبرې کوي، افغانان له دې خبر نه دي چې د طالبانو، امريکا اوپاکستان ترمنځ څه روان دي. ډاکټر سپنتا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو پر کمې ونډې اندېښنه وښوده او ويې ويل چې دا بايد جدي ونيول شي، ځکه چې خلک سولې ته لومړيتوب ورکوي. په دغه کنفرانس کې چې د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز له خوا جوړ شوى، د افغانستان په ګډون د ٢٠ هېوادونو استازو او دېپلوماټانو په کې ګډون کړى دى.





























