که څه هم له طالبانو سره د امریکا د سولې ځنډېدلو مذاکراتو د بیا پیل په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو یوشمېر لویدیځو رسنیو ویلي، چې دغه مذاکرات به تر راتلونکو څلورو اونیو پیل شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ډيلي ټایمز سره په مرکه کې که څه هم د خبرو د پیل دقیقه نیټه نه ده روښانه کړې، خو وايي چې داسې نښې نښانې شته چې دغه ځنډېدلي مذاکرات بیا پیل شي. شاهین وایي، طالبان چمتو دي چې مذاکرات له هغه ځایه بیا پیل کړي، چې د امریکا د ولسمشر له لوري لغوه شوي وو. سهیل شاهین وایي، ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د سپټمبر په ۲۳ نیټه لاسلیک شي خو امریکا په ناڅاپي ډول له دې تړون څخه په شا شوه.





























