د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټینګار سره سره د ولسمشرۍ د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ رامنځ ته شو، خو د کمېسیون مسوولین یې لامل تخنیکي مسایل بولي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د میزان ۲۷مه نېټه د لومړنیو پایلو اعلان لپاره ټاکلې وه، خو اوس وايي، چې په بایومیټریک سیسټم کې د یولړ تخنیکي ستونزو او ځینې نورو مسایلو له امله لومړنۍ پایلې پروخت نه شي اعلانېدی. د کمېسیون غړي وايي، چې ابتدايي پایلې به له ټاکل شوې نیټې دوه ورځې وروسته اعلان شي. خو د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو ناظرین وايي، چې وار د مخه باوري وو چې کمېسیون نشي کولی لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷ نېټه اعلان کړي. ناظرین وایي، چې د اوو ورځو لپاره په عمومي سرور کې د رامنځته شوو تخنیکي ستونزو او په خپل وخت د کمېسیون غړو له لوري د چارو نه ترسره کېدل د دې لامل شول چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړۍ پایلې له ځنډ سره مخ شي.





























