یوشمېر پخواني طالب چارواکي وایي، د افغان سولې ټینګښت لپاره باید د طالبانو ترڅنګ، افغان حکومت هم یو لړ داسې اقدامات ترسره کړي، چې شته بې باوري له منځه یوسي او د سولې لپاره زمینه سازي وکړي. پخوانی طالب چارواکی، معتصم اغاجان وایي، د سولې ټینګښت لپاره دې د هېواد په یوه برخه کې طالبانو ته د خوندي سیمو ترنامه لاندې داسې ساحه ځانګړې شي چې اداري چارې یې طالبان پرمخ یوسي. نوموړی وایي، اړتیا ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دواړه لوري داسې اقدامات وکړي، چې لومړی نسبي اوربند رامنځته او په دې ډول سرتاسري اوربند ته زمنیه سازي وکړي. که څه هم پخوانی طالب چارواکی د سولې لپاره طالبانو ته د خوندي سیمې په ورکولو ټینګار کوي، خو ولسمشر غني له دې وړاندې له دې چارې سره مخالفت کړی.





























