په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش له خولې لیکلي چې ملګري ملتونه په پېښه سخت خواشیني دي. ګوتریش برید غندلی دی او په خبره یې دغه ډول بریدونه ستر بشري جنایتونه دي او عاملین یې د بشریت دښمنان دي. پرون په هسکه مینه ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې په پېښه کې ۶۵ کسه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. ځايي خلک بیا رسنیو ته وایي چې په پېښه کې تر ۶۵ ډېر لمونځ کوونکي وژل شوي او تر شپېتو ډېر نور ټپیان دي. په جومات کې ټولټال تر ۳۵۰ پورې کسان د لمانځه لپاره راټول شوي وو.





























