په جومات کې د انسانانو وژل تر ټولو ستر وحشت او فساد دی. په نړۍ کې د اسلامي علومو تر ټولو ستر مرکز الازهر شریف په یوه تازه اعلامیه کې د ننګرهار په هسکه مینه کې وروستی برید غندلی دی. ددغه ستر علمي او مذهبي مرکز په اعلامیه کې راغلي چې د بې ګناه انسانانو وژل، پر لمونځ کوونکو برید کول، ددوی په نښه کول، پر اسلامي مرکزونو کې وېره خپرول د ځمکې پر سر تر ټولو ستر وحشت او فساد دی. دغه مرکز ویلي چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او د خپلې خواخوږۍ مراتب له ټولو افغانانو سره شریکوي. ددغه ستر علمي مرکز چارواکو هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د افغانستان مسلمانان په سوله ییزه او امنه فضا کې ژوند وکړی شي.





























