په ننګرهار کې د وړمې ورځې برید په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي. ملګرو ملتونو، امریکا، د بښنې نړیوال سازمان، عربي هېوادونو او د نړۍ سترو علمي او مذهبي مرکزونو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی. دوی پر عامو عبادت کوونکو برید د نړۍ تر ټولو ستر وحشت او فساد بللی دی او د دغې پېښې د عاملینو د سزا غوښتنه یې کړې ده. د ننګرهار ځایي چارواکي وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې عاملین د خپلو کړنو په سزا ورسوي.
وړمه ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو چاودنه وشوه. د ننګرهار ولایت د والي ویاند وایي چې لمونځ کوونکو د جمعې د لمانځه لومړی رکعت بشپړ کړی و او د دویم رکعت د پیل پر مهال چاودنه شوې ده. د ده په خبره، په پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. وروستي معلومات ښيي چې په پېښه کې د ۷۲ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی؛ خو ځینې سرچینې بیا وايي چې ښايي د وژل شوو کسانو شمېر تر دې هم ډېر وي، ځکه د ځینو کسانو مړي لا تر اوسه ورک دي. ځینې سرچینې وایي چې په پېښه کې تر څلوېښتو پورې کسان ټپیان شوي هم دي.
دغې خونړۍ پېښې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې غبرګونونه پارولي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې ده او پر امنیتي ادارو یې غږ کړی چې د دغې پېښې عاملین ونیسي. بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم په یوه پیغام کې د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د وړمې ورځې برید غندلی دی. نوموړي ویلي چې پر عامو وګړو برید په تېره پر عبادت کوونکو برید د نړۍ تر ټولو ستر وحشت دی او تر سره کوونکي یې د بشر ضد او انسان ضد کسان دي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې نور په افغانستان کې د روانو خونړیو پېښو لمن ټوله شي.
بلخوا د بښنې نړیوال سازمان هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی. د دغه نړیوال سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په سوله ییزه فضا کې پر عامو لمونځ کوونکو برید ستر وحشت او د نه بښلو عمل دی. دغه سازمان ویلي چې په دې سختو شرایطو کې له افغانانو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
په نړۍ کې د اسلامي علومو تر ټولو ستر مرکز الازهر شریف هم د ننګرهار په پېښه غبرګون ښودلی دی. دغه ستر مرکز چې په نړۍ کې د فتوا صادرولو او اسلامي علومو ستر تحقیقاتي او څېړنیز مرکز دی وایي، د ننګرهار پېښه د ځمکې پر سر تر ټولو ستر وحشت او فساد دی. د دغه مرکز په اعلامیه کې راغلي چې په جومات کې د مسلمانانو وژل د ځمکې پر سر تر ټولو ستر فساد دی او عاملین یې د بشریت دښمنان دي. د دغه مرکز په اعلامیه کې راځي: ((د بې ګناه انسانانو وژل، پر لمونځ کوونکو برید کول، د دوی په نښه کول، په اسلامي مرکزونو کې وېره خپرول؛ د ځمکې پر سر تر ټولو ستر وحشت او فساد دی)).
د ولسي جرګې غړو هم تېره ورځ د ننګرهار د پېښې په غبرګون کې بېړنۍ ناسته رابللې وه. دوی پر عامو وګړو برید په کلکو ټکو وغانده او هغه یې غیر انساني عمل وباله. د ولسي جرګې غړو وویل چې پر عامو افغانانو برید هغه هم د لمانځه پر مهال د نه بښلو عمل دی او حکومت دې ژر تر ژره د عدالت د تامین لپاره د پېښې عاملین ونیسي.
یوازې دا نه؛ بلکې په ټولنیزو رسنیو او نړیوالو چاپي او تصویري رسنیو کې هم د ننګرهار پر برید خواشیني څرګنده شوې او دغه پېښه یې نه بښل کېدونکی بشري جنایت بللی دی. دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې په جوماتونو او دیني مرکزونو کې چاودنې او بریدونه کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د جګړې ښکېلو لورو ورته بریدونه کړي دي. افغان حکومت بیا ژمنه کړې چې د پېښې عاملین به د قانون منګولو ته سپاري.





























