د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې دوو تنو غړو، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی تازه د امریکا د سولې انسټیټیوټ ته د خبرو پرمهال د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ د سولې مذاکراتو د بیا پيل په تړاو خوشبیني ښيي. سوسن داویس وایي، چې ممکن د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي. په ورته وخت کې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې يوه بله غړې بیا د سولې پروسې پر ټول شمولتوب ټینګار کوي. پر همدې مهال د امریکا د سولې انسټیټیوټ ریيس وايي، چې افغانان اوس تر بل هر وخت ډېر سولې ته اړتیا لري. د سولې مذاکراتو بیا پيل ته د امریکا د کانګرس د غړو خوشبیني داسې مهال ده، چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې امریکا په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړي ته ژمنه ده.





























