امریکا وایي په افغانستان کې د سولې راوستو او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه د ننګرهار د پېښې په اړه د خواشینۍ پیغام خپور کړی دی. په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د ننګرهار برید په کلکو ټکو غندي او په قصدي توګه د ملکي وګړو وژل نه بښل کېدونکی وحشت او جنایت بولي. د سرچینې په خبره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټول انسانان حق لري چې په ازادانه توګه خپل مذهبي مراسم ترسره کړي او ددوی په نښه کول ستر بشري جنایت دی. په اعلامیه کې راځي چې دا د بشریت او انسانیت د دښمنانو کار دی. امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکوي او په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات راوستو ته ژمن دي.





























