د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د افغانستان لپاره د چين له ځانګړي استازي دينګ شيجون سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چين پر اړيکو خبرې کړې او د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده. د ملي امنيت سلاکار د سولې او نورو موضوعاتو په برخه کې د چين له همکاريو مننه کړې او ټينګار يې کړی، چې افغانان تر بل هرڅه ډير د جګړې پای ته رسېدو ته اړتيا لري. د چین ځانګړي استازي په دې اړه د افغان حکومت د هڅو د ستاینې ترڅنګ وویل، چې تیار دي د بین الافغاني تفاهم په رامنځته کولو کې همکاري وکړي. د هغه په وینا افغان حکومت د سولې په پروسه کې مرکزي رول ولري او د سولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او محوریت مخ ته لاړې شي.





























