د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار د موقت حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی. نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې تېرې ټاکنې له درغلۍ ډکې وې او په خبره یې هېڅ ټیم هم په لومړي پړاو کې د ټاکنو ګټونکی نه دی. هغه زیاتوي د هوا د سړښت له امله دویم پړاو ټاکنې نه شي ترسره کېدی نو تر راتلونکي پسرلي پورې باید موقت حکومت جوړ کړل شي او هغه دې دویم پړاو ټاکنې ترسره کړي. حکمتیار دغه راز پر ټاکنیزو کمیسیونونو غږ وکړ چې رایې په شفافه توګه وشماري او هغه رایې حساب نه کړي چې درغلي پکې شوې ده. دده په خبره تر دې دمه یو میلیون داسې رایې مشخصې شوې دي چې هغه په درغلۍ او فساد صندقونو ته اچول شوې وې. حکمتیار پر خلکو هم غږ کړی چې د ټاکنو د مسئلې په تړاو دې بې تفاوته نه پاتې کېږي بلکې د خپلو حقوقو د خوندي کولو لپاره باید اقدام وکړي.





























