د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا د طالبانو او امریکا ترمنځ د په ټپه ولاړو خبرو د ژر پیل غوښتنه کړې ده. کوبیا ویلي، د سولې بهیر کې د افغانانو ګډون اړین دی او دا ځل باید د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ پیل شي. هغه ټینګار کړی دی چې د سولې هوکړه کې باید د اوربند ټکی موجود وي ځکه په دې هېواد کې روانه اوږده جګړه نور د زغم وړ نه ده. نوموړي دغه راز ویلي، له افغانستان سره د دې ټولنې د مرستو دوام په دې پورې اړه لري چې راتلونکی حکومت به څه ډول او د چا په لاس کې وي. هغه زیاته کړې، اروپایي ټولنه له یوه داسې اسلامي امارت سره مرسته نشي کولی چې د وګړو اساسي حقونه خوندي نه کړي. کوبیا د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې د ټاکنو ګټونکی او بایلونکی باید د ټاکنو کمیسیون له لورې اعلانېدونکې پایلې ومني څو راتلونکی حکومت له بشپړ واک او اعتباره برخمن شي.





























