د امریکا دفاع وزیر پرون په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی. رسنۍ وايي، د مارک ایسپر د سفر موخه دا ده چې په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته یو جوړجاړی رامنځ ته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو چې د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغان جګړې پای ته رسېدو ته هیله من دی. پرون دوو امریکايي سناتورانو بیا ویلي وو، چې لا هم په افغانستان کې د خبرو له لارې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره هیله مندي شته ده.
پرون د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلی دی. د هغه د سفر په اړه مخکینی راپور نه و ورکړل شوی او نه هم افغان چارواکي په جریان کې وو. کابل ته له رسېدو سره سم امریکایي رسنیو وویل چې مارک ایسپر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور، اوسني وضعیت او راتلونکي به اړه ارزونه کوي. د سرچینو په وینا، امریکا غواړي خپل ځواکونه په افغانستان کې راکم کړي، نو ځکه د پنټاګون مشر غواړي هر څه له نږدې وڅاري.
بلخوا د امریکا دفاع وزیر بیا له اسوشیټېډ پرېس سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان ته یې د سفر موخه د روانې جګړې د پای لپاره د جوړجاړي پیدا کول دي. ایسپر هغو خبریالانو ته چې له ده سره افغانستان ته راغلي، ویلي، هدف دا دی چې د سولې یو تړون وشي او له سیاسي لارو روانه جګړه پای ومومي. هغه زیاته کړې، کابل ته راغلی ترڅو یوه داسې سیاسي جوړجاړي ته لار پرانیزي چې د وړاندې تګ لپاره تر ټولو غوره لار وي.
اسوشیټېډ پرېس بیا وایي، مارک ایسپر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وضعیت ارزونه کوي. د امریکا دفاع وزیر باوري دی چې ۸۶۰۰ امریکايي ځواکونه کولی شي په افغانستان کې روان ماموریت په سمه توګه مخ ته یوسي، نو ځکه باید د عسکرو کچه یادې شمېرې ته راښکته کړل شي. نوموړی غواړي له دې اړخه هم ځان ډاډمن کړي چې د سرتېرو کمول د دوی پر ماموریت منفي اغېز نه شي کولی. مارک ایسپر پر دې هم ټینګار کړی چې له طالبانو سره د سولې تړون تر رامنځ ته کېدو وروسته به د خپلو سرتېرو شمېر کموي.
تر دې وړاندې بیا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو چې له سیاسي لارو د افغان جګړې پای ته رسولو ته ژمن دي. د ده په باور، لا هم هڅه کېږي چې سیاسي جوړجاړی رامنځ ته شي او په دې توګه په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه پای ته ورسول شي. هغه د امریکا د پوځ له لوی درستیز سره هم کتلي وو او غوښتنه یې ترې کړې وه چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو کې خپله هڅه وکړي. د خلیلزاد په وینا، امریکایي پوځ په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره کوښښ کوي.
بلخوا پرون بیا د امریکا د کانګرېس دوو غړو چې په وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و، د امریکا د سولې انستیتیوت کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې لا هم له سیاسي لارو د جګړې د پای ته رسولو امکان او خوشبیني شته ده. دوی ویلي وو، چې لا هم امریکا او طالبان کولی شي د سولې مذاکرات پیل کړي او افغان جګړې ته د پای ټکی کېږدي. طالبانو هم په ځلونو ویلي چې که امریکا وغواړي دوی تیار دي چې د سولې به ټپه درېدلې خبرې ورسره له سره پيل کړي.
وروسته له هغې چې ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې دا د لوړپوړو امریکایي چارواکو له لوري د سولې د خبرو د احتمالي پيل په اړه تازه پرمختګونه دي. خو لا هم امریکا او طالبانو په واضح توګه نه دي ویلي چې بیا به د دوی ترمنځ خبرې پیلېږي او کنه.





























