د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا ددفاع وزیر تېر ماخوستن په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو پر سولې، امنیت، د افغان ځواکونو پر تجهیز، د فساد پر له منځه وړلو، ټاکنو او نورو مهمو مسایلو خبرې کړې دي. د امریکا ددفاع وزیر ویلي چې دوی په افغانستان کې د سولې راوستو او جګړو پای ته رسولو ته ژمن دي او هڅه کوي دلته اوږده جګړه ختمه کړي. نوموړي د فساد پر وړاندې مبارزه باندې ټینګار کړی دی او غوښتنه یې کړې چې امنیتي ادارې دې له فساد پاکې کړل شي. مارک اسپېر دغه راز د تېرو ټاکنو له امله هم افغان حکومت ته مبارکي ورکړې ده. ولسمشر غني هم ویلي چې دوی سولې ته ژمن دي او سوله د حکومت لومړیتوب دی. تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و چې افغانستان ته د مارک اسپېر د نا اعلان شوي سفر موخه د سولې د خبرو بیا پيل او سیاسي جوړجاړي ته لار پیدا کول دي.





























