مسکو پر امریکا غږ کړی چې په افغانستان کې دې د ملکي وګړو خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو پېښو په غبرګون کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات اوج ته رسېدلي دي او په دې اړه د یوناما راپورونه موجود دي. دغه وزارت ویلي امریکا باید په افغانستان کې په خپلو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. مسکو تر دې وړاندې ویلي وو، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې چې د سولې او امنیت راوستل و نه ده بریالی شوې. روسي ديپلوماتان تل په افغانستان کې د امریکا پر ماموریت نیوکې کوي او هغه ناکام بولي.





























