اروپايي ټولنه وایي په افغانستان کې د اوربند لپاره چانسونه شته دي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رونالد کوبیا ویلي اوربند د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او اعتماد رامنځ ته کېدو تر ټولو ښه لار ده. نوموړي ويلي دوی په افغانستان کې د اوربند لپاره چانس ویني نو ښه به وي چې له دې فرصت استفاده وشي. دده په وینا ددې پر ځای چې فرصتونه شا ته وغورځول شي ښه به وي چې د اوربند لپاره لا ډېره زمینه برابره کړل شي او پر دې غوښتنه ټینګار وشي. رونالد زیاته کړې چې که طالبان اوربند ته غاړه کېږدي نو نه یوازې دا چې په افغانستان کې به ثبات راشي، بلکې له نورو هېوادونو سره به ددوی اړیکې هم ښې شي او پر دغه ډله به باور زیات شي. تر دې وړاندې هم په ځلونو له طالبانو د اوربند غوښتنه شوې ده خو دغه ډلې رد کړې ده.





























