د امریکا د کانګرېس مشرې نانسي پلوسي له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي چې امریکا د سولې لپاره هڅې کوي خو تر څنګ یې د لاس ته راوړنو ساتنه هم کوي. د نوموړې په وینا امریکا ټولو هوکړو ته ژمنه ده او په افغانستان کې ددایمي امنیت لپاره له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي. نوموړي په بېلو برخو کې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي. ولسمشر غني هم تېره شپه له نانسي پلوسي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته لومړیتوب ورکوي خو هغه سوله ورته د منلو وړ ده چې په هغه کې د افغانستان عزت خوندي وي، اساسي قانون ته درناوی وي، د کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي او روانه جګړه پای ته ورسوي. ده همدا راز ټینګار کړی چې افغان حکومت له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او ددواړو لورو مشارکت به دوامداره وي. دا په ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته د امریکايي مهمو چارواکو دویم سفر دی چې تر ډېره یې تمرکز پر سوله او جګړې ته د سیاسي حل پر پيدا کولو دی.





























