وروسته تر هغه چې د نړیوال تروریزم په تازه درجه بندۍ کې طالبان د ۲۰۱۸ میلادي کال تر ټولو خونړۍ ترهګره ډله وبلل شوه، یاده ډله وایي، د سولې او اقتصاد انسټیټوټ تر نامه لاندې دا استرالیایي استخباراتي ډله ده چې له امریکا سره تړلې او په دې توګه غواړي نړیوال ذهنیت تېرباسي او خپله ماتې توجیه کړي. د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د دې انسټیټیوټ دا ادعا په کلکو ټکو غندي او زیاتوي، طالبانو هیڅکله هم په قصدي توګه ملکي وګړي نه دي په نښه کړي. سرچینه کاږي، که چېرته له دې بنسټ سره په رښتیا هم د ملکي خلکو غم وای، نو باید هغه جنایتونه یې سپړلي وای چې هره شپه او ورځ د امریکایي ځواکونو له لوري له ملکي افغانانو سره په بیلابیلو نومونو ترسره کېږي. د استرالیا په سدني کې د اقتصاد او سولې انستیتوت په تازه سروې کې راغلي چې په ۲۰۱۸ کال کې د طالبانو بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي وو چې په ټولې نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شویو کسانو ۳۸ سلنه جوړوي.





























