په افغانستان کې د هدفي وژنو دوام د خلکو او د چارو کتونکو غبرګونونه راپارولي دي. د دې ډول پېښو تر ټولو وروستۍ یې په کابل کې د سیاسي شنونکي او لېکوال وحید مژده وژنه ده. په روان کال کې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې دیني عالمان، ځیني اوسني او پخواني دولتي چارواکي، سیاسي فعالان او ځیني نور بانفوذه کسان وژل شوي دي. په افغانستان کې د چارو یو شمېر کتونکي وایې چې وروستیو هدفي وژنو د خلکو اندېښنې ډېرې کړي او حکومت د دغه راز وژنو په مخنیوي کې ناکام بولي. سیاسي شنونکي او د لوګر د ولایتي شورا غړي سید قریب الله سادات، د هدفي وژنو دوام اندېښمنونکی وباله او زیاته یې کړه چې دغه راز وژنې د سولې بهیر زیانمنولی شي. سادات وايي، چې دا وژنې په افغانستان کې په بېلا بېلو نومونو جنګېدونکې ډلې کوي چې ترشا یې بهرني استخبارات ولاړ دي.





























