د امریکا دفاع وزارت د هغو دوو امریکايي عسکرو هویت په ډاګه کړی، چي په لوګر ولایت کي يې هیلکوپتر سقوط کړی وو. ۲۵ کلن فوچيګامي د هاوايي ایالت او ۳۳ کلن کنېډل د ټکساس ایالت اوسېدونکی وو. په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې اړه چې د دغه هیلکوپټر د راغورځېدو علت څه و، څېړنه کوي. د خبرپاڼې له مخې لومړنۍ څېړنې ښیي چې دغه هیلکوپټر دوسله والو طالبانو په ډزو نه ده را نسکوره شوې خو وسله والو طالبانو ادعا کړې چې د امریکا شینوک ډوله هیلکوپټر دوی د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې رانسکوره کړې او په کې ټول پوځیان یې وژلي دي. د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د جګړو په تړاو پېښو کې ۱۹ امریکایي پوځیان وژل شوي دي.





























