امريکا ويلي په افغانستان کې د هندوستان د پام وړ پانګونې ملاتړ کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې چارواکې نانسي ايزو جکسن چې د افغانستان د برخې مسووليت ور ترغاړې دى، پرون په واشنګټن کې يوې خبرې ناستې ته ویلي، چې د امريکا متحد ايالتونه په افغانستان کې د هندوستان د پام وړ پانګونې او همکارۍ هرکلى کوي. هندوستان له ٢٠٠١م کال راهيسې د افغانستان په ملاتړ کې فعال رول لوبولى دى. دغه هېواد د افغانستان د ملي شورا د ودانۍ د جوړولو تر څنګ په تېرو ١٨ کلونو کې د افغانستان پر بيارغونې ٣ مليارد ډالره لګولي دي.





























