اروپايي ټولنې له افغانستان سره خپلې بېړنۍ مرستې ۷۷ میلیون یورو ته لوړې کړې دي. اروپايي کمیسیون تېره ورځ په يوه بيان کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري وضعیت له خرابۍ وروسته یې دا اقدام کړی دی. په بیان کې راغلي چې څلوېښت میلیونه یورو اضافي مرسته به د بېړنیو روغتیايي خدماتو، د استوګنځایونو، د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو او د ښځو او ماشومانو د ساتنې پر چارو ولګول شي. د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ناظم کرستوس ستیلیانیدس ویلي دي چې افغانان د سږني کال له پیل نه یوازې د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د جګړو او سېلابونو له کبله هم زیانمن شوي دي.





























