د امریکا د سنا مجلس دوو غړو دغه مجلس ته د یو قانون طرحه وړاندیز کړې چې کانگرس ته صلاحیت ورکوي د امریکا او طالبانو ترمنځ د هر ډول هوکړې کیدل وڅاري. د افغانستان د دوامداره سولې ضمانت تر نامه لاندې طرحه د سنا دموکرات غړي باب منندز او د جمهوري غښتونکي غړي تاد یانگ وړاندیز کړې. ددې قانون د وړاندیز هدف د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو او د ښځو او اقلیتونو د حقونو په گډون د بشري حقونو ساتنه، د سرتېرو د ناڅاپه وتلو په نتیجه کې د گډوډیو د رامنځ ته کېدو او د تروریزم په اډې باندې د افغانستان د تبدیلېدو مخنیوی گڼل شوی دی. له دې مخکې د امریکا کانگرس د طالبانو سره د خبرو د څرنگوالي او دا چې د هغې د محتوا په اړه زیات جزییات نه دي ورکړل شوي اندېښنه څرگنده کړې وه. که چېرې دغه قانون د سنا په مجلس کې تصویب شي، د امریکا کانگرس به د افغانستان د سولې په اړه مشورتي او نظارتي رول ومومي.





























