سره له دې چې څو ورځې وروسته به د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کېدو دوې میاشتې پوره شي، خو د ټاکنو کمېسیون لا هم پر دې نه دی توانېدلی چې د رایو شمېر معلوم کړي او لومړنۍ پایلې اعلان کړي. بلخوا په هېواد کې د سیاسي ډلو او پارلمان غږ هم اوچت شوی دی او پر کمېسیون له دې امله نیوکه کوي چې ګواکي د لومړنیو پایلو پر اعلان نه دی بریالی شوی. دوی وایي، د پایلو په اعلان کې ځنډ د سوداګرۍ د کموالي، اقتصادي ستونزو او ناامنۍ ستر لامل دی او د ټاکنو کمېسیون ته پکار ده چې ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
ټاکل شوې وه چې په وړمه تله میاشت کې لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو بیا یې نېټه تېرې لړم میاشتې ته وځنډول شوه، نو اوس درېیم ځل دی چې د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د کمېسیون له لوري نقض کېږي او لومړنۍ پایلې نه اعلانېږي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د دوی د کارونو په لاره کې خنډونه موجود دي چې باید لرې کړل شي. د دوی په خبره، د رایو بیاشمېرنه روانه ده، خو په اوو ولایتونو کې د معترضو نوماندانو د پلویانو له لوري د دوی دفترونه تړل شوي او د بیاشمېرنې اجازه نه ورکول کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، دوی تر هغه لومړنۍ پایلې نه شي اعلانولی چې په ۳۴ ولایتونو کې یې د رایو بیاشمېرنه بشپړه کړې نه وي. د نوموړې په خبره، دوی باید په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ځینو مرکزونو رایې بیا وشمېري، هغه سیسټم ته دننه کړي او بیا وروسته لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
بلخوا د ولسي جرګې غړو بیا د تېرې ورځې د غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپلو چارو کې پاتې راغلی دی او د لومړنیو پایلو د اعلان وړتیا نه لري. دوی وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو پر ځای انتصابات کوي او دا هغه کار دی چې هېچا ته د منلو وړ نه دی. وکیلانو پر کمېسیون غږ وکړ چې ژر تر ژره دې پایلې اعلان کړي او په دې توګه دې په هېواد کې اقتصادي او امنیتي ستونزې نه ډېروي.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازې بلقیس روشن بیا کمېسیون پر بې کفایتۍ تورن کړ او په خبره یې، دغه کمېسیون د دې وړ نه دی چې د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړی شي. بلقیس روشن وايي: ((دلته د یوه بل جانکیري په تمه دي. جانکیري خو اوس نشته شاید پامپیو ورته راشي. دا کمېسیون نه د پایلو د اعلان اراده لري نه یې وړتیا لري. کمېسیون د خلکو حقوقو ته درناوی نه لري او که داسې نه ده، نو ژر تر ژره دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي)).
د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار چې د پرونۍ غونډې مشري یې هم کوله وویل، د پایلو په اعلان کې بیا بیا ځنډ په هېواد کې اقتصادي، سوداګریزې او سیاسي ستونزې ډېروي، نو د دې اړتیا ده چې ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړل شي. نوموړي پر نوماندانو هم غږ وکړ چې له کمېسیون سره همکاري وکړي او لومړنۍ پایلې قبولې کړي. امیرخان وویل: ((د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې ژر د ټاکنو پایلې اعلان کړي، هر څوک چې دوی بریالی اعلان کړي، باید ټول سیاستوال یې ومني)).
ځینو نورو وکیلانو بیا پر شفافیت ټینګار کاوه او ویل یې چې ځنډ مهم نه دی، خو پایلې باید په پوره شفافیت اعلان کړل شي او له درغلۍ دې ډډه وشي.
له دې سره هممهاله د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې دوی په اوو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې له ستونزې سره مخ دي او همدا چې دغه ستونزه هواره شي، نو دوی به لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی له ټاکنیزو ډلو سره هم په دې اړه خبرې کړې دي او که مشکل حل نه شي، نو له حکومت او امنیتي ادارو به په دې برخه کې مرسته وغواړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ بیا ویلي چې د کمېسیون کارکوونکو ته د رایو د بیاشمېرنې اجازه ور نه کړل شي، نو دوی به پر نوو لارو چارو غور وکړي، خو دغه لارې چارې یې نه دي په ډاګه کړې.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند عبدالله عبدالله پلویانو د هېواد په اوو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې مخه نیولې ده او په خبره یې، دوی تر هغه د رایو بیاشمېرنې ته اجازه نه ورکوي، څو چې د ټولو رایو شمېر معلوم نه شي او بې بایومټریکه رایې باطلې نه شي.





























