ولسمشر غني په ارګ کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست او مرستیالانو سره کتلي دي او په دغه وزارت کې یې د اصلاحاتو لړۍ ارزولې ده. ولسمشر غني ویلي چې ددغه وزارت د کارکوونکو مسلکي چلند او د سیمې د وضعیت په اړه پوره معلومات لرل د افغانستان لپاره مهم دي. دده په خبره د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي باید مسلکي وي، د سیمې او نړۍ د وضعیت په اړه معلومات ولري، اقتصادي لیدلوری ولري او د حکومت له مهمو پالیسیو خبر وي. نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان باید د منفي رقابتونو نه بلکې په سیمه کې د مثبتو رقابتونو په ډګر بدل شي. هغه د بهرنیو چارو په وزارت کې وروستي اصلاحات ستایلي دي او ټينګار یې کړی چې په دغه وزارت کې باید مسلکي، په کار پوه او د نړۍ له وضعیت خبر کسان وګومارل شي.





























