امنیتي او دفاعي ادارو د خپلمنځي بریدونو په اړه د سیګار راپور رد کړی دی. سیګار په خپل یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغان ځواکونو په لیکو کې خپلمنځي بریدونه ډېر شوي دي. دغه ادارې ویلي وو، چې یوازې په روان ۲۰۱۹ز کال کې ۳۰ دغه ډول بریدونه شوي دي. خو د ملي دفاع وزارت ویاند فواد عمان بیا وایي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې داخلي بریدونه راکم شوي دي او دوی په دې اړه کارنده او واضح میکانیزمونه هم جوړ کړي دي. دکورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم وایي چې د افغان ځواکونو په لیکو کې داخلي یا خپلمنځي بریدونه د تېرو کلونو په پرتله کم شوي دي او دوی هڅه کوي دغه پدیده په بشپړه توګه ختمه کړي.





























