د ملګرو ملتونو سازمان وایي، په راتلونکو څو میاشتو کې، بشري او خوراکي مرستو ته د افغانانو اړتیا د زیاتېدو په حال کې ده. د یادې سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، د هوا له سړېدو سره سره د جګړې دوام او د طبیعي پېښو ډېرېدل هغه څه دي چې په دې هېواد کې به خوراکي او بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته کړي. دا اداره چې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو دنده پر غاړه لري وایي، د دوی د معلوماتو له مخې، په تېرو دریېو میاشتو کې له هر دریېم کس څخه یو یې د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخ و. دا اداره زیاتوي، که څه هم د تېر کال په پرتله د افغانستان وضعیت کې ښه والی راغلی دی خو بیا هم په دې هېواد کې شاوخوا ۱۲.۶ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړ دي او ښایي تر راتلونکي پسرلي پورې دا شمېر ۱۳.۹ میلیون کسانو ته ورسېږي چې درې میلیونه به یې بېړنیو مرسته ته سخته اړتیا ولري.