د هېواد د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، سوله د حکومت لومړنۍ او اساسي غوښتنه ده او دا غوښتنه په لومړي ځل د افغان حکومت له لوري مطرح شوې ده. هغه چې نن یې په کابل کې د ښځینه پوځیانو لومړني کنفرانس ته خبرې کولې وویل، دوی تل پر سوله ټینګار کړی دی خو داسې سوله نه غواړي چې د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو د له منځه تلو باعث وګرځي. خالد زیاته کړې، په هیڅ صورت به داسې څه ونه زغمي چې د افغانانو د غوښتنو او ارمانونو خلاف وي. هغه دغه راز ټینګار وکړ چې د سولې پلي کول او ساتنه په افغانانو، ځانګړې توګه افغان ملي امنیتي ځواکونو پورې اړه لري او دوی به تل د ملي ارزښتنو او ملي منافعو دفاع کوي. دفاع وزیر ټاکنو ته په اشارې وویل، لکه څنګه چې افغان ځواکونو په تېرو ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتله بیا به هم بې طرفه پاتې کېږي خو هیڅکله به چاته د تاوتریخوالي اجازه ورنکړي. هغه دغه راز هیله یې وښوده چې سیاسي مشران به هم؛ د دې اجازه ورنکړي چې ټاکنې بحران ته لاړې شي.





























