د امریکا د استازو مجلس مشره وایي ایراني چارواکي دې د خلکو اعتراضونه او غوښتنې واوري. نوموړې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ایرانی حکومت دې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او ددې پر ځای چې لاریون کوونکي ووژني ښه به وي چې ددوی غږ واوري او غوښتنو ته یې درناوی وکړي. نوموړې دغه راز ویلي چې په ایران کې د حکومت له لوري د سلو لاریون کوونکو د وژل کېدو راپورونه هم جدي دي او څېړل کېږي. په ایران کې له څو ورځو راهیسې د تېلو د ګرانېدو او همدا راز د اقتصادي ستونزو او بېکارې د ډېرېدو له امله د حکومت پر ضد لاریونونه روان دي. خو ایرانی حکومت په ټول توان هڅه کوي دغه لاریونونه وځپي او د پراختیا مخه یې ونیسي.





























