د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، چې د جګړې په شدت، د ژمي په را رسېدو او د طبیعي پېښو له امله بېړنیو مرستو ته په افغانستان کې د خلکو اړتیا ډېره شوې ده. دغه اداره وایي چې دمګړی ۱۲،۶ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د سرچینې په خبره د راتلونکي کال د مارچ تر میاشتې به ۱۳،۹ میلیونه وګړي په افغانستان کې بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري. اوچا وايي چې دوی تر خپلې وسې پورې له اړو افغانانو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته کوي خو په دې برخه کې د لا ډېرو همکاریو او مرستو اړتیا شته ده. اوچا دغه راز وړاندوینه کړې چې ۲۰۲۰ کال به په افغانستان کې له ستونزو ډک کال وي خو دوی هڅه کوي چې خپلې مرستې ډېرې کړي. ملګري ملتونه دا هم وايي چې بېکاري، جګړې، طبیعي پېښې او روانه نا امني د لوږې او قحطۍ ستر لاملونه دي.





























