روان میلادي کال تر دې دمه ۴۵۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې په روان ۲۰۱۹ کال کې تر دې دمه ۴۶۴ زره افغان کډوال له بېلو هېوادونو افغانستان ته راغلي دي. په راپور کې راځي چې دغه کډوالو قانوني اسناد نه لرل او تر ډېره له ترکیې، پاکستان او د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو افغانستان ته لېږل شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي افغانستان دویم هېواد دی چې روان کال یې په اروپا کې تر ټولوډېر کډوال لرل. همدا راز روان کال پنځوس زره افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته ترکیې ته د ننه شوي چې له دې ډلې زرګونه کسان یې بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.