تر اوږده ځنډ وروسته په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ په پټه او غیر رسمي توګه مذاکرات پيل شوي دي. ډېری سیاستوال او د سولې په برخه کې فعال کسان د دغه اقدام هرکلی کوي او وایي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده؛ ځکه د دې اړتیا ده چې د سولې په ټپه درېدلې خبرې بیا پيل شي. طالبانو ته نږدې سرچینې هم دا مني چې د طالبانو او امریکا تر منځ غیر رسمي خبرې روانې دي او د پرمختګونو تمه شته ده. خو افغان حکومت بیا ټینګار کوي چې د سولې لپاره باید تر هر څه وړاندې اوربند وشي.
د طالبانو او امریکا تر منځ تر یوې معاملې وروسته، د زندانیانو تبادله وشوه او دا تبادله د دې سبب شوه چې د افغان سولې په برخه کې نوي بدلونونه راشي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زندانیانو تبادله بریالی وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا مسئله به د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه ختمه کړي. ده ویلي وو، هیله لري چې د افغانستان اوږده شخړه د خبرو له لارې حل شي. له دې څرګندونو یې څو ساعته وروسته په یوه مرکه کې هم د افغان جګړې د پای ته رسولو او خپلو سرتېرو د ایستلو خبره وکړه. بیا یې له ولسمشر غني سره تلیفوني خبرې وکړي او نوموړي ته یې د امریکا د سفر بلنه ورکړه.
تر دې بدلونونو وروسته، باوري سرچینو مسیر ورځپاڼې ته وویل چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی او هلته یې په غیر رسمي توګه له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي. تر دې وړاندې ټرمپ هم ویلي وو، چې په قطر کې له طالبانو سره د یوې نوې هوکړې پر جوړېدو کار روان دی. اوس تازه طالب سرچینو هم دا تایید کړې چې دوی له امریکا سره په پټه او غیر رسمي توګه خبرې پيل کړې دي او موخه یې هم دا ده چې د خبرو بیا پيل او تاوتریخوالو کمولو ته لارې چارې ومومي.
بلخوا طالبانو ته نږدې کسان دغه خبرې د افغانستان لپاره مهمې بولي. دوی هیله لري چې د امریکا او طالبانو تر منځ روانې خبرې وکړی شي دلته اوږده جګړه ختمه کړي او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي. پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا ویلي، د طالبانو او امریکا تر منځ په قطر کې روانې پټې خبرې د افغانستان په خیر دي. هغه زیاته کړې: ((دغه خبرې دمګړۍ په پټه ادامه لري. خو زه فکر کوم دا خبرې د افغانستان په ګټه دي. زما معلومات دا ښيي چې دا د تېر په څېر رسمي مذاکرات نه دي)).
افغان حکومت او امریکا د دغو مذاکراتو د پيل یا څرنګوالي په اړه معلومات نه ورکوي، خو ارګ وايي، د سولې لپاره د دوی شرطونه پر خپل ځای دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې طالبان باید اوربند وکړي، تاوتریخوالی دې راکم شي او بین الافغاني خبرو ته باید حاضر شي. صدیقي وايي: ((د سولې لپاره زموږ موخې او لومړیتوبونه واضح دي. تاوتریخوالی باید راکم شي چې د اوربند سبب شي او باید د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مخامخ خبرې پيل شي)).
د سولې په برخه کې د نوو پرمختګونو تر څنګ، پخواني ولسمشر پر حکومت غږ کړی چې د سولې په برخه کې دې خنډونه نه جوړوي. نوموړي تېره ورځ له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې ویلي دي، طالبان او امریکا دواړه سوله غواړي، نو حکومت ته پکار ده چې په دې برخه کې د اوربند یا نورو مواردو په نامه خنډونه جوړ نه کړي. کرزي ټینګار کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې په اړه یوې نوې هوکړې ته رسېږي او دا سولې ته د رسېدو لپاره یو غوره اقدام دی.
د سولې عالي شورا هم د سولې په برخه کې وروستي پرمختګونه هیله بښونکي بولي. د دغې شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي، چې دا ځل دې د اوربند په اړه هم خبرې وشي او په وینا یې څومره چې جګړه شدت پیدا کوي، دومره د سولې په لار کې خنډونه ډېرېږي.





























