حکومت دې د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله یوه تازه مرکه کې آزادۍ راډیو ته ویلي چې، د افغانستان سوله د امریکا په لاس کې ده او تر هغه چې امریکا جګړه غواړي دلته سوله نه شي راتللی. دده په خبره اوس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې اراده لري نو افغان حکومت ته په کار ده چې د سولې په برخه کې خنډونه جوړ نه کړي. نوموړي زیاته کړې چې د جګړې درېدل او په افغانستان کې د روان خونړي وضعیت ختمېدل د هر افغان هیله ده نو حکومت دې د اوربند یا نورو مسایلو په پلمه د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي. پخواني ولسمشر پر طالبانو هم غږ کړی چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرو ته تیاری وښيي او په دې توګه دې په هېواد کې د پردیو روانې دسیسې ختمې کړي. نوموړي پر امریکا او افغان حکومت هم غږ وکړ چې د سولې لپاره صادقانه ګامونه اوچت کړي او دلته دې د افغان وژنې روانه لړۍ ختمه کړي.





























