د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د اروپايي ټولنې له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې سوله د افغان حکومت لپاره لومړیتوب ده. دده په خبره دوی ته هغه سوله د منلو وړ ده چې دلته روانه جګړه ختمه کړي او د بین الافغاني هوکړې پر بنسټ رامنځ ته کېږي. محب دغه راز ټینګار کړی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پياوړي شوي دي او پر وسله والو طالبانو یې بې مخیني فشار راوستی دی. د اروپايي ټولنې استازو هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره په بشپړه توګه همکار دي او ددې هیله لري چې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي. دوی همدا راز په بېلو برخو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.





























