په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې تېر ماښام یې په کابل کې د یوې چاودنې له امله یو بهرنی کارکوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. سرچینه کاږي چې دوی دغه برید په کلکو ټکو غندي او له افغان حکومت غواړي چې د پېښې په اړه ژر تر ژره دقیقې او هر اړخیزې پلټنې وکړي. د کورنیو چارو وزارت هم وایي چې تېره ورځ ناوخته د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملګرو ملتونو پر یوه موټر چاودنه شوې چې ددغه ادارې یو بهرنی کارکوونکی پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. په پېښه کې درې ملکیان هم ټپیان شوي. د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.





























