ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په ارګ کې د امریکا د سنا جرګې له راغلي پلاوي سره لیدلي دي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر امنیت، ښې حکومتولۍ، اقتصادي ودې او سولې پروسې خبرې اترې کړې دي. ولسمشر غني په یاده ناسته کې ویلي چې په تېرو کلونو کې د امریکا مرستې د یو غښتلي مشارکت له لارې د افغانستان د انکشاف او پرمختګ لامل شوې دي. ولسمشر غني دغه راز د سولې برخه کې د امریکا هڅې ستایلې دي او هیله یې ښودلې چې دا هڅې به افغانستان پایدارې سولې ته ورسوي. په ورته وخت کې امریکایي پلاوي هم له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ بېسارې بللې دي. دوی ویلي چې امریکا؛ افغان سولې ته د رسېدو په برخه کې جدي هڅې پیل کړې دي او په دې هېواد کې دوامداره او پایداره سوله د دوی لومړیتوب دی. هغوی زیاته کړې، چې افغانستان د ښې حکومتولۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او په حکومت کې د ښځو ونډه، زده کړو ته د ټولو لاسرسی او روغتیا ته پاملرنه زیاته شوې او دوی باوري دي چې د افغانستان اقتصادي وده به د غښتلې حکومتولۍ لامل وګرځي.





























