په وروستیو درېیو کلونو کې په هېواد کې د بیان ازادي له جدي ګواښ سره مخ ده. پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د تېرو اتلسو کلونو یوه مهمه لاس ته راوړنه د بیان ازادي ده خو له بده مرغه په وروستیو درېیو کلونو کې دغه مهمه لاس ته راوړنه له جدي ګواښ سره مخ ده. نوموړي له امریکا، اروپايي ټولنې، نړیوالې ټولنې او نورو نړیوالو ملاتړو وغوښتل چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ساتنې لپاره مبارزه او همکاري وکړي. پخواني ولسمشر ویلي په دې وروستیو کې په مستقیمه توګه هغه کسان ګواښل کېږي چې د بیان د ازادۍ له حق په استفادې د سولې لپاره غږ اوچتوي. نوموړي وویل که د بیان ازادي دلته ګواښل کېږي نو افغانان له خپل یوه مهم حق بې برخې کېږي او افغانان باید له خپلې دغه حق دفاع وکړي. حامد کرزي دغه راز وویل، چې امنیتي ځواکونه باید د هېواد له ملي ګټو دفاع وکړي نه چې په سیاسي معاملو کې د ځینو ځانګړو شخصیتونو او کړیو له لوري وکارول شي. دده په خبره امنیتي ځواکونه باید د اساسي قانون مواد، چې د بیان د ازادۍ حق یې خلکو ته ورکړی، ساتندوی وي. نوموړي د بیان ازادي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مهمه لاس ته راوړنه وبلله او د هغې ساتنه یې د هېواد د راتلونکې او ولسواکۍ لپاره مهمه بللې ده.





























