په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له افغان حکومت او افغانانو څخه غوښتنه کړې ده چې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې دې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي. یوناما د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په مناسبت خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، د جنسي ځورونکو پر وړاندې دې د مجازاتو معافیت له منځه لاړ شي. خبرپاڼه کې راغلي، د ښځو پر وړاندې له کورني تاوتریخوالي رانیولې، جنسي ځورونه، د سولې او جنګ په وخت کې له بشري حقونو د هغوی محرومیت، د ښځو د روحي فشار لامل ګرځي او دا چاره د دې باعث کېږي چې پر وړاندي یې تاوتریخوالی لا ډېر شي، نو حکومت ته په کار ده چې د هغوی د حقونو لپاره خپله مبارزه لا جدي او دوامداره وساتي. خبرپاڼه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله کاږي، له تاوتریخوالي سره د مبارزې په برخه کې تر ډېره ښځو خپل رول ادا کړی دی او نوموړي ډاډ ورکړی دی چې دوی یې ترڅنګ ولاړ دي. یاماموتو ویلي، په دې برخه کې د حکومت هڅې د دې سبب ګرځي چې پر عدلي او قضایي ادارو د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو باور پراخ شي.





























