سه شنبه, اگست 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

    د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

    سمنګانو کې د ترافيکي پېښو له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    برادر: د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې استانتیاوې برابرې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د بیان ازادي او شته خنډونه؛ حامد کرزی: هغه کسان ګواښل کېږي او وژل کېږي چې مخالف غږ لري

نوومبر 26, 2019
in افغانستان
0 0

په دې وروستیو کې په هېواد کې د بیان ازادۍ پر وړاندې د خنډونو پیدا کېدو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي او داسې وېره شته چې ګواکي ځینې کړۍ غواړي د خلکو غږ چوپ او ولسواکي په ملا ماته کړي. په همدې تړاو پرون پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خبري کنفرانس درلود او ویې ویل چې په وروستیو دریو کلونو کې د بیان ازادي په هېواد کې خورا ترینګلی وضعیت لري. نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د بیان ازادۍ ته درناوی ولري او د دغه مهمې لاس ته راوړنې ساتنه وکړي.

په دې وروستیو کې په هېواد کې پر ځينو سیاسي شنونکو بریدونه وشول. همدا راز داسې راپورونه شته چې په رسنیزو بحثونو کې ګډون کوونکي، سیاسي شنونکي او خبریالان ګواښل کېږي او نامعلوم کسان ترې غواړي چې نور په بحثونو کې برخه وا نه خلي. په همدې تړاو او په هېواد کې د بیان ازادۍ پر څرنګوالي پرون پخواني ولسمشر حامد کرزي هم خبري کنفرانس درلود. نوموړي په دې خبري کنفرانس کې وویل، د تېرو اتلسو کلونو لاس ته راوړنې یو اسلامي جمهوریت او بله د بیان ازادي ده چې باید وساتل شي. د ده په خبره، که له ولس د خبرو او وینا او همدا راز نظر څرګندولو حق اخیستل کېږي، نو ولسواکي زیانمنېږي او جمهوریت مانا نه لري.

پخواني ولسمشر پرون په خبري کنفرانس کې وویل چې د بیان د ازادۍ پر وړاندې خنډونه او ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي او په وروستیو دریو کلونو کې د بیان ازادي په تر ټولو ترینګلي وضعیت کې ده. کرزي ویلي، کارپوهان او هغه کسان چې په ټلویزیوني یا راډیويي بحثونو کې راڅرګندېږي، ګواښل کېږي او تر ډېره هغه کسان چې مخالف غږ لري ټپي شوي او ان وژل شوي دي.

ښاغلي کرزي په کابل کې د وحید مژده وژل کېدو ته په اشارې دا هم وویل، چې د سولې له هڅو سره سم ځینې هغه کسان هم ګواښل کېږي چې د سولې په برخه فعالیت کوي، نظر شریکوي او په رسنیزو بحثونو کې راڅرګندېږي. د هغه په خبره، له دې ډلې کسانو لومړنی کس ملا سلام ضعیف و، چې د مسکو له کنفرانس تر راتګ وروسته یې کور محاصره شو او وګواښل شو.

نوموړي په دې خبري کنفرانس کې له اروپايي ټولنې، امریکا او نورو مرستندویه هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په ساتنه کې همکاري وکړي. کرزي زیاته کړه چې دغه هېوادونه له افغان حکومت سره د ولسواکۍ د تامین او بیان ازادۍ د موجودیت پر سر همکاري او مرسته کوي، نو اوس د دې وخت دی چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ د بیان ازادي هم وساتي او ملاتړ یې وکړي.

ښاغلي کرزي دغه راز په هېواد کې روان وضعیت د اندېښنې وړ وباله او پر ولسمشر غني یې غږ وکړ چې له ولس سره په همغږۍ د روان بحران په ختمولو کې خپلې رښتینې هڅې وکړي. کرزي وویل: ((هېواد همدا اوس په بحران کې دی. هره ورځ ځوانان له خپلې خاورې تښتي. ناامني او بېکاري ده. دوی د خپلې راتلونکې او سبا په اړه هیلې نه لري، نو تېښته ورته غوره ښکارېږي)).

پخواني ولسمشر وړمه ورځ هم په یوه مرکه کې پر حکومت غږ کړی و چې د سولې لپاره هڅې ډېرې کړي او د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخلي. هغه ویلي وو چې امریکا له کلونو جګړې وروسته اوس په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره زړه ښه کړی دی، نو حکومت ته نه ده پکار چې خنډونه جوړ کړي او دغه پروسه وځنډوي.

پخوانی ولسمشر داسې مهال د سولې او بیان ازادۍ په اړه دغه خبرې کوي، چې حکومت ځان د بیان د ازادۍ او سولې ملاتړی بولي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې دوی په تېرو کلونو کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د پام وړ ګامونه اوچت کړي دي او سوله هم ورته لومړیتوب لري او په دې برخه کې هڅې کوي.

Tags: featured
Share15Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

امریکا؛ د ټرمپ د ادارې پر مهال له ۱۷۵ زرو ډېرې ویزې لغوه کړې

اگست 11, 2026

بدخشان؛ د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۴ د اوبو لګولو کانالونه بشپړ شوي

اگست 11, 2026

د تازه مېوو د صادراتو د ملاتړ لپاره تخنیکي کمېټه جوړېږي

اگست 11, 2026

د ايران مذهبي مشر مجتبی حسیني له ولسمشر پزشکيان سره پر اقتصادي او پوځي چارو خبرې کړي

اگست 10, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In