امریکا افغان پوځ ته پنځه نورې MD-530Fs ډوله چورلکې ورکړې دي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې دغه چورلکې به په کندهار کې افغان پوځ ته سپارل کېږي چې په تمریناتو او عملي عملیاتو کې کار ترې واخیستل شي. افغان پوځ دمګړی پنځوس دغه ډول چورلکې لري چې په عملیاتو او تمریناتو کې کار ترې اخلي. دا چورلکې په جګړه ییزو ماموریتونو کې کارول کېږي او د نظامي شنونکو په باور کارونه یې په افغانستان کې اغېزناکه تمامه شوې دي.امریکايي چارواکو ویلي دوی به د افغان پوځ په تجهیز کې خپلې هڅې ډېرې کړي او هغه تجهیزات او هیلکوپترې به ورته رسوي چې له افغان پوځ سره یې ژمنه کړې ده.





























