د بښنې نړیوال سازمان وایي افغان حکومت دې د لوګر دوه مدني فعالان خوشي کړي. د بښنې نړیوال سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر دوو مدني فعالانو په دغه ولایت کې د ماشومانو له جنسي ځورونو پرده پورته کړې وه خو اوس د افغانستان ملي امنیت ادارې نیولي دي. دغه سازمان وایي چې افغان ځواکونه دې مدني فعالانو ته درناوی وکړي او ژر تر ژره دې دغه دوه کسان له بنده ازاد کړي. د بښنې نړیوال سازمان وایي چې په لوګر کې د ځینو مشخصو کړیو له لوري دغه ډول کړنې ترسره کېږي او په پلان شوې توګه یې د بشر حقونه تر پښو لاندې کړي چې یادو کسانو یې له کړنو پرده پورته کړې ده نو حکومت یې باید حقوق خوندي کړي.





























