ملګري ملتونه وایي د افغان جګړې ټول ښکېل لوري دې د سولې لپاره هڅې ډېرې کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تادامیچي یا ممتو د ملي امنیت له سلاکار حمد الله محب سره کتلي دي. دواړو لورو پر سوله او روانو امنیتي حالاتو بحثونه کړي دي. تادامیچي ویلي چې افغان جګړه پای ته رسېدو ته اړتیا لري او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده. دده په باور ټولو ښکېلو لورو ته په کار ده چې نرمښت وښيي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپلې هڅې وکړي. نوموړي د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو وروستی برید د اندېښنې وړ بللی دی او ددغه برید د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه یې کړې ده. د ملي امنیت سلاکار د غمرازۍ د شریکولو تر څنګ ژمنه کړې چې د برید عاملین به نیسي.





























